شعر

غزل / خوشال درانی

ته په هرڅه دروازې مه بنده وه
پرما د زړه دروازې مه بنده وه
د مور او پلار دې ورته پام هم نه وي
نو ګرانې! ته دروازې مه بنده وه
ولې دې ښار دروازې وتړلې؟
د چا په خوله دروازې مه بنده وه
له تندې مړ شومه خبره واوره
غواړم اوبه دروازې مه بنده وه
له کوره چیغې وهې څوک یې وایه
چې وایم زه دروازې مه بنده وه
په لنډو ورځو کې جرګه درلېږم
دوی چې درتله دروازې مه بنده وه
دا ستا همزولې د خوشال په طرف
ویلې په ده دروازې مه بنده وه

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button