شعر

تل دې وي سپرلى!! / شاهنواز باقر

په کوم لوري روان يو تنهايي، زه، او سپرلى؟؟

د يو بل پسې ګرځو خوشبويي، زه، او سپرلى

نه روغ چاته رسېږي، او نه مات چاته رسېږي
په يو بل باندې ويشو ستا بنګړي، زه، او سپرلى

په ذهن کې مې بيا ګل د پنځم موسم کرلى
دا ځکه خو ډير ګران يو په اغزي، زه، او سپرلى

ګريوان مو د احساس د لېونو په شانتې څيرې
دا ولې ميلاوېږو په سپرلي زه، او سپرلى؟؟

د زړه په دشته کوم يوه باران د مينې شيندي؟؟
باقره! ستا په خيال کې شاعري، زه، او سپرلى؟؟

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button