خبرونه
د شمالي کوریا په وړاندې بندیزونه ولگول شول

شمالي کوریا د هستوي او هایدروجني بمونو له تجربو وروسته د نړیوالو له کلکو غبرګونونو سره مخ شول. امریکا د شمالي کوریا په وړاندې د اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه.
تمه کېده چې د امنیت شورا کې به روسیه او چین د دې بندیزونو مخالفت کوي. خو د امنیت شوری په ننۍ غونډه کې د شورا ټولو غړو هېوادونو د امریکا له لوري دغه وړاندې شوي بندیزونه تایید کړل.
د دې بندیزونو له مخې شمالي کوریا له نړیوالو سره بانکي اړیکې، د تورو سکرو کاڼي او پراخ سوداگریزې اړیکې نه شي نیولی.

