سيمه او نړۍ
سعودي عربستان کې يو استاد خپل شپږ ملګري وژلي

د سعودي عربستان دولتي تلويزون جازان سويلي ولايت کې د ښوونځي يو استاد خپل شپږ ملګري په ډزو وژلي دي.
رويټرز خبري اژانس د سعودي کورنيو چارو وزارت د وياند له قوله ليکلي، چې بريدګر يې ژوندی نيولی او د پېښې په اړه ترې پوښتنې روانې دي.
په دغه پېښه کې يو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي.
د پېښې قربانيانو هويت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د سعودي کورنيو چارو وزارت وايي، چې دغه پېښه به د پوځي ليد لور څخه څېړل کيږي.
د پېښې اړه د لا زياتو معلوماتو لپاره له ځلاند ډاټ انلاين سره اوسئ.



