افغانستانسلايډ

کندهار کې مېرمنو ته کتابتون جوړ شوی

کندهار ښار کې لومړی ځل مېرمنو ته کتابتون جوړ شوی دی. د کتابتون نوم حضرت عايشة صديقه دی او نږدې څلورزره بېلا بېل کتابونه په کې ايښودل شوي دي.

د کتابتون پرانسته پرون وشوه چې لسگونو مېرمنو په کې برخه اخيستې وه. کتابتون د خديجة الکبری فرهنگي ټولنې له لوري جوړ شوی. د دې ټولنې مشرې مريم درانۍ د پرانستغونډې پر مهال له ټولو هغو خلکو مننه وکړه، چې کتابتونه ته يې کتابونه ورکړي دي.

اغلې درانۍ زياته کړه، د کتابتون د لا بډايه کولو په پار به يې هڅې روانې وي او نور ديني، علمي، تاريخي، ادبي او… کتابونه به ورته راټولوي، څو ځايي مېرمنې ترې گټه پورته کړي.

درانۍ وويل، د کتابتون نوم يې د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مېرمنې حضرت عايشه صديقه ايښی، چې له دوو زرو ډېر احاديث يې رانقل کړي.

هغې د کندهار پر مېرمنو غږ وکړ، چې په خپل منځ کې د مطالعې فرهنگ عام کړي او خپل بچې ورته وهڅوي.

د غونډې گډونوالو مېرمنو او چارواکو د کتابتون پرانستل يو مهم گام بللی او زياته کړې يې ده، چې په دې سره به د مېرمنو د شعور کچه لوړه شي او له هغو حقوقو به خبرې شي، چې اسلام ورکړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button