۱۰۹ کلن سپين ږيری مو د ژوند له رازه خبروي

ډيلي ټيليگراف د ۱۰۹کلن جورج هينگز د زوکړې نمانځلو غونې پر مهال د هغه له قوله وايي، چې ده دومره هيله نه درلوده، چې په دومره اوږ عمر کې به دومره خوښ يې او د دې راز دا دی، چې «د ژوند پېښو ته زړه مه خوره، څه چې کيږي، هغه به کيږي او د ژوند هره خوږه ترخه عادي وبوله.»
د ۲۰۱۶م پيل د د هينگز له ۱۰۹مې کليزې سره برابر دی او دا هغه وخت و، چې د برتانيې پخوانی پاچا اډوارډ د پاچاهي په تخت ناست و.
د لومړنۍ نړيوالې جگړې پر مهال هېنگز د اوو کالو او د دوهمې نړيوالې جگړې پر مهال د ۳۲ کالو و.
هينگز، چې اوس د برتانيې بوډاگانو مرکز کې ژوند کوي له دوهمې نړيوالې جگړې وروسته ۱۹۷۳م پورې تر تقاعده لوبورو ښار کې د انجيرانو د مدير په توگه دنده ترسره کړې ده.
هينگز وايي، چې ډېر ښه يې په ياد دي، چې له لومړنۍ نړيوالې جگړې وروسته د برتانيې ملکې لسگونو د زوکړې مبارکۍ کارټونه ورلېږلي دي.
سرچينه: ډيلي ټيليگراف



