پاموړ

هغه اپلیکیشن چې د ماشوم د ژړا لامل څرګندوي

ډیر ځلي داسې کیږي چې ماشوم د اوږدې مودې لپاره ژاړي خو مور او پلار يي له دې امله چې د ماشوم د ژړا په لامل نه پوهیږي د ماشوم په غلی کولو کې پاتې راځي.

 

اوس د ټکنالوژي برخې کارپوهانو د سمارټ فون داسې اپلیکیشن په جوړولو بریالي شوي چې د مور او پلار دغه ستونزه د ماشوم د ژړا لامل معلومولو سره حلولی شي.

 

د تایوان ملي پوهنتون په روغتون کې د Infant Cry Translator یا د ماشوم د ژړا ژباړوونکی په نوم دغه اپلیکیشن جوړ کړی کوم چې د ماشوم د ژړا څلور مختلف اوازونه ثبتوي او د هغوي تر منځ توپیر پیدا کولو سره هغه له شته معلوماتو سره پرتله کوي.

 

د دغې اپلیکیشن جوړولو لپاره د تکنالوژي برخې څیړوونکو د ۱۰۰ نوو زیږیدلو ماشومانو د ژړا ۲۰۰۰۰۰ مختلف اوازونه ثبت کړل.

 

د دغې اپلیکیشن استعمال داسې کیږي چې کله چې ماشوم وژاړي نو په دغه اپلیکیشن کې یي باید ژړا د ۱۰ ثانیو لپاره ثبت شي چې له دې سره د ماشوم غږ کلاوډ ډرایف کې ثبت کیږي.

 

د غږ له ثبت کیدو وروسته دغه اپلیکیشن د ۱۵ ثانیو تجزيي او تحلیل څخه وروسته د سمارټ فون پر سکرین پایله ښودلو سره تاسې ته وايي چې ماشوم مو ولې ژاړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button