
ولسمشرۍ ته نوماند سید نورالله جلیلي وايي چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د یو میلیون شاوخوا افغانانو خپله رایه کارولې ده.
د مادر وطن د انتخاباتي ټیم مشر سید نور الله جلیلي وايي، چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون خورا کم رنګه وه.
جلیلي وايي، له یو میلیون څخه د زیاتو کسانو یادونه تقلبي رایه ده او کمېسیون باید پاکې رایې له ناپاکو جلا او دې پروسې ته جدي پاملرنه وکړي.د مادر وطن انتخاباتي ټیم د نتایجو د اعلان یوازینۍ مرجع د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یادوي.دغه ټیم، مخکې له وخته د ځینو نوماندانو له خوا د بري اعلان د رایو د ګروګان ګیرۍ او د اختطاف چیانو په نوم یادوي.
د مادر وطن انتخاباتي ټیم وايي، چې په انتخاباتو کې بې حده درغلۍ شوي دي.دغه ټیم وايي، چې پراخۍ درغلۍ دواړو حاکمو ټیمونه ترسره کړي دي.
د مادر وطن انتخاباتو ټیم په انتخاباتو کې د کمرنګه حضور او د یو میلیون ګډون کوونکو خبره په داسې حال کې کوي، چې د انتخاباتو په ورځ ډیری کسان د امنیتي ستونزو او پر دې پروسه د بې باورۍ له امله ګډون ونه کړ.



