
دغه کمېسیون وايي، په کابل کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایومټریک یو شمېر دستګاوې ورکې شوي او له ځينو سیم کارتونه ویستل شوي دي.
د دغه کمېسیون یو غړی مولانا محمد عبدالله نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بایومټریک ۷ دستګاوې ورکې شوي او زورواکو د بایومټریک له ۲۲ دستګاوو سیم کارتونه هم باسلي دي.
محمد عبدالله همداشان زیاته کړه، هغه کسان چې د ټاکنو په ورځ د نابایومټریک شویو رأیو په کارولو کې لاس ولري، عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.
په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه نېټه اعلان شي.



