افغانستانراپورونه

اجرائیه ریس عبدالله عبدالله ځان په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی اعلان کړ

ښاغلي عبدالله وویل، ددوی ټیم بریالی او دده په خبره د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.

د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو یو مخکښ نوماند عبدالله عبدالله وايي، د میزان ۶مې په ټاکنو کې دده په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم لوړې رایې اخیستې او راتلونکی حکومت به دوی جوړوي.

ښاغلي عبدالله نن (میزان ۸مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ددوی ټیم بریالی او دده په خبره د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.

“موږ په تېرو یو دوه ورځو کې د ولایتونو د نتایجو پر ارزونې بوخت وو. دې نتیجې ته ورسېدو چې رایه مو الحمدلله لوړه ده. په راتلونکو ورځو کې د شویو درغلیو مخنیوي او بې اعتباره اعلانېدو سره به، زموږ رایه په مراتبو لوړه شي. په اوسني وضعیت کې، انتخابات دویم پړاو ته نه ځي او د ثبات او همپالنې ټیم راتلونکی حکومت تشکیلوي.”

ښاغلي عبدالله په ټینګار سره وویل چې له بیومټریک پرته رایې ورته د منلو نه دي او کمېسیونونه باید پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي.

د ده په خبره، پاکې او سالمې رایې د افغانستان راتلونکی جوړوي.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر د میزان د شپږمې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه د ملاحظې وړ وباله.

خو د ښاغلي عبدالله ترڅرګندونو وروسته د ټاکنوکمیسیون کمیشنر حبیب الرحمن ننګ په یوې خبري ناستې کې وویل، هېڅ کاندید حق نه لري چې د رایو تر شمېرل کېدو وړاندې د بریالیتوب اعلان وکړي.

په پام کې ده د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټېم لومړي مرستیال امرالله صالح له رسنیو سره په خبرو کې د ټاکنو د ګټلو خبره کړې وه.

ښاغلي صالح ویلي و چې دوی له ۶۰ تر ۷۰ سلنه رایې ګټلي دي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button