
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو د امنيت ټينګښت لپاره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې نن جمعه او سبا شنبه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلي وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو کې د امنيتي مرستو لپاره د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۷ او ۲۷ د تورخم او چمن سربېره ټولې لارې د مسافرو او بار وړونکو لاريو پر مخ تړل شوي وي، خو يوازې سخت ناروغان له دې حالت مستثنی دي.
څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د پاکستان له صدر اعظم عمران خانه يې د ټاکنو امنيت په برخه کې مرسته غوښتې او هغه هم تر خپل توان د مرستې ډاډ ورکړی دی.
داسې نه ښکاري، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړلې لارې به د ټاکنو په امنيت کې ګټورې ثابتې شي؛ ځکه چې طالبانو په خپلو تکراري اعلاميو کې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په ټاکنيزو کمپاينونو او رايې اچونه کې له ګډونه ډډه وکړي.
د طالبانو نظامي کميسيون تېره ورځ هم په خپره کړې اعلاميه کې د ټاکنو پروسه «جعلي او د اشغال د دوام لامل» بللې وه او له خلکو يې غوښتي، چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د ټاکنو په ورځ په خپلو کورونو کې پاتې شي.
سبا شنبه د ميزان په ۶مه ولسمشريزې ټاکنې دي او حکومت د ټينګو امنيتي تدابیرو د نيولو ډاډ ورکړی دی.



