
د جرمني په لویو مارکیټونو کې د افغانستان مېوې لیدل شوي دي.
په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د افغانستان هندواڼې او مڼې د جرمني په پلورنځیو کې پلور ته ایښودل شوي.
فعالانو او په جرمني کې مېشتو افغانانو د دغه کار هرکلی کړی دی.
مڼه، هندواڼه، انګور، شفتالو، انار او الو بالو د افغانستان له هغو مېوو څخه دي چې د هالېنډ، جرمني او فرانسې په ګډون ګڼو اروپایي هېوادونو ته صادرې شوي دي.
دغې مېوې د ترکیې له لارې دغو هېوادونو ته صادرې شوي دي.
د ډویچ ویلي د رپوټ له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي چې د هوایي دهلېزونو له لارې هر کال ۲۵۰ ټنه مېوه اروپایي بازارونو ته صادره شوې ده.



