تېره شپه د نهه نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په ختیځ ۹ مې حوزې اړوند په قابل بای سېمه کې د بهرنیانو پر ګرين ويليج کیمپ د موټر بم چاودنه وشوه، چاودنه دومره قوي وه چې غږ يې په لرې پرتو سیمو کې هم اوریدل شوي.
د چاودنې تلفاتو په اړه داخله وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، تر اوسه په دې برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان دي، په چاودنه کې یو د تیلو پمپ هم سوځیدلی.
د برید مسؤلیت طالبانو پرغاړه اخیستي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، له موټربم برید وروسته يې ګرين ويليج کې د بهرنيانو پر مرکز ډلهييز برید پيل کړی او د ګڼ شمېر بهرنيانو د وژلو ادعا يې کړې ده.
مجاهد وايي، برید د بهرنيو پوځيانو د هغو عملیاتو په غبرګون کې کړی، چې هره شپه په کې ملکيان په نښه کيږي او کورونه يې ويجاړيږي.
سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د پېښې په اړه کره معلومات ترلاسه کول ستونزمن دي.
بلخوا د سيمې خلکو له چاودنې وروسته لاريون پيل کړی او غوښتنه کوي، چې د بهرنيانو ګرين ويليج کمپ دې له دې ځايه وويستل شي.

