
د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د سېتمبر له دوهمې نېټې نه به په ازمېښتي ډول د تورخم دروازه ۲۴ ساعته خلاصه وي.
د وزیراعلی له دفتره د اګست د ۳۱مې په ماښام د خپور شوي یو بیان کې راغلي اوس به د تجارت او تګ او راتګ لپاره دا دروازه شپه او ورځ خلاصه وي.
د وزیراعلی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې اوس به د تورخم په دروازه برحاله عمله په درو شفټونو کې کار کوي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د دې کار د شوي پرمختګ د حال د اخېستلو لپاره د کسټم یا ګمرک او د سامانونو د وړلو د ملي ادارې (اېن اېل سي) له مشرانو سره لیدلي.
چارواکي وايي، د اوس لپاره به په ازمېښتي ډول د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانېستې وي او باقاعده پرانېسته به یې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپل لاس کوي. خو پاکستانیو چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې وزیراعظم به کله تورخم ته ځي.



