افغانستانراپورونه

ولسمشرغني اسدالله خالد ته د ستر جنرالۍ رتبه ورکړه

د ولسمشر غني د یوه تازه فرمان له مخې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد ته د ښو خدمتونو، وړتیا او غوره مدیریت له امله د ستر جنرالۍ رتبه منظور شوې ده.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد ته د ستر جنرالۍ رتبې د ورکړې په فرمان کې ویل شوي چې، :” د مخکني فرمان له مخې چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد ته د وړتیا، ښه مدیریت، غوره خدمتونو، د ملي نوامیسو او ارضي تمامیت څخه د دفاع او له دې امله چې نوموړي ورسپارل شوې دندې په ښه توګه مخته وړې او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام ته یو ژمن او متعهد کس دی د ډګر نجنرالۍ رتبه مو ورته منظور کړې و، په فوق العاده توګه یاده منظور شوې رتبه لغوه او د نوموړي د لا ستاینې او تقدیر په موخه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت نوموړي ته د ستر جنرالۍ رتبه منظورم”.

Tags

ورته مطالب

Back to top button