
د ولسمشریزو ټاکنو کاندید احمد ولي مسعود ویلي چې د افغانستان حکومت د تصمیم نیولو صلاحیت نه لري.
مسعود زیاته کړې، هېڅوک نه پوهېږي چې ټاکنې به وشي او که نه.
مسعود د سولې د خبرو په تړاو ویلي چې د افغانستان خلک د مذاکراتو په جریان کې نه دي.
د هغه په وینا، هېڅوک نه پوهېږي چې د تړلو دروازو تر شا څه روان دي.



