راپورونه

طالبان: د موقت حکومت په اړه خپاره شوي رپوټونه حقیقت نه لري

طالب ویاند سهیل شاهین په ټوېټر لیکلي، دا رپوټونه حقیقت نه لري.

طالبانو هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې د دوی او امریکایانو تر منځ د څوارلس میاشتیني موقت حکومت پر سر هوکړه شوې.
طالب ویاند سهیل شاهین په ټوېټر لیکلي، دا رپوټونه حقیقت نه لري.
وړاندې ګڼو رسنیو د الجزیرې په حواله لیکلي وو چې دواړه لوري په یو څوارلس میاشتيني موقت حکومت سلا شوي.
طالبانو په ځلونو ویلي چې لومړی به د بهرنیو ځواکونو په وتلو له امریکایانو سره توافق کوي او کورنیو مسلو باندې به بین الافغاني خبرې کېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button