افغانستانراپورونه

غني: که بیا ولسمشر شو، اجراییه ریاست له منځه وړم

ولسمشر محمد اشرف غني او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید ویلي، که بیا ولسمشر شو، نو د اجراییه ریاست څوکۍ به له منځه یوسي.
ولسمشر له طلوع نیوز سره خبرو کې وویل چې دا ریاست یې د افغانستان شرایطو ته په کتو منلی و.
اجراییه ریاست پنځه کاله وړاندې د جنحالي ولسمشریزو ټاکنو له امله رامنځته شو.
ولسمشر ویلي چې په هغه پرېکړه پښېمانه نه دی.
ولسمشر وویل چې افغان حکومت نور د اجراییه ریاست څوکۍ ته اړتیا نه لري.
هغه اجراییه ریاست چېلک انداز وباله.

Tags

ورته مطالب

Back to top button