افغانستانراپورونه

د امنیتي ګواښونو له امله کابل کې سل د ودونو هوټلونه وتړل شول

په کابل ښار کې د ګڼو سالونونو خاوندانو ویلي، چې دوی ته د ملي امنیت لخوا مکتوبونه استول شوي یا یې ترې کسانو غوښتي دي چې تر بل حکمه پورې دې په خپلو هوټلونو کې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له کبله مراسم نه ترسره کوي.

د فارس ټوډی راپور وايي، چې کابل کې تر سلو ډیر هوټلونه تر نامعلومی مودی پورې د ودونو پر مخ بند شول او تر بل امر پورې به د دودونو پر مخ نه خلاصوي.

په کابل کې د ودونو د تالارونو د خاوندانو ټولنه وايي، دا وار دوی ته متوجه ګواښونه بې ساري دي او د ملي امنیت لخوا د ورکړیو پیغامونو له کبله مجبور شوي دي چې خپلې دروازې وتړي.

د دې ټولنې مرستیال عبدالسمیع وايي، دوی نه شي کولی چې پر هوټلونو پانګونه وکړي او بیا یې حکومت امنیت ونه شي نیولی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په شپه شپږمه ناحیه کې پر یو هوټل د واده مراسمو کې ځانمرګي برید ۶۳ ملکیان ووژل او ‍۱۸۳ نور یې ټپيان کړل.

Tags

ورته مطالب

Back to top button