راپورونه
هسپانیه کې غلو د افغان سفیر د اوولس زره یورو لاسي ساعت تښتولی

هسپانوي رسنۍ وایي، غلو په دغه هېواد کې د افغانستان په سفیر برید کړی دی.
سپوتنیک د رپوټونو په حواله لیکلي چې غلو د سفیر د اوولس زره یورو په قیمت د ده لاسي ساعت ترې تښتولی دی.
پېښه د دوشنبې په شپه ناوخته شوې. غلو د افغانستان سفیر کلابند کړی و.
پولیسو په دې اړه څېړنې پېل کړي دي.



