
د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند په خپله لومړنۍ انتخاباتي غونډه کې نن اعلان وکړ چې د بریا په صورت کې به ریاستي نظام په فدرالي افغانستان-خراسان بدل کړي.
ښاغلی پدرام وايي: “موږ د افغانستان-خراسان فدرالي اسلامي جمهوریت غواړو، نو زموږ او د نورو نوماندانو ترمنځ يو توپیر موجود دی او هغه دا چې موږ فدرالیست یو، افغانستان باید په فدرالي زونونو ووېشل شي، صلاحیتونه او پرېکړې باید خلکو او فدرالي واحدونو ته ورکړل شي څو خلک خپل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او نظامي مسایل مدیریت کړي، کوم فدرالیزم چې زموږ ټیم مطرح کوي، هغه قومي فدرالیزم نهدی.”
د افغانستان اوسنی نظام ریاستي دی چې پهکې زیاتره واکونه په مرکز په ځانګړې توګه ولسمشرۍ ماڼۍ پورې تړلي دي.
خو په فدرالي نظام کې هېواد په فدرالي سیمو وېشل کېږي او هر فدرالي واحد د ځانګړي ځواک، صلاحیتونو او پرېکړو خاوند وي.
ښاغلي پدرام پر ریاستي نظام په نیوکې سره وویل چې په فدرالي نظام کې به د ټولو وګړو حقونه خوندي وي او د هېواد امنیت به پهکې سیمهییز کړي، یعنې د هر ولایت امنیت به د هماغه ولایت د ځواکونو لهخوا ساتل کېږي.
هغه د خپل بهرني سیاست په برخه کې وویل چې که په انتخاباتو کې بریالی شو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورند کرښه به په رسمیت وپېژني.
د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه کابو ۲۰ ورځې مخکې پیل شول او د میزان تر څلورمې به دوام وکړي.
ولسمشریز انتخابات چې ټاکل شوې د میزان په شپږمه وشي، ۱۸ کسان ورته نوماند دي.
د نوماندانو له جملې نه عبداللطیف پدرام یوازنی کس دی چې له ریاستي نظام نه پرته پر فدرالي نظام ټینګار کوي.



