
سلام دوستانو!
د قطر سفر زہ له ھر څه پاته کړی وم خو لله الحمد ھغه خلاص شو!
اوس مو نوی شعر په خدمت کې دی.
د آخري بیت عفوہ راته په ایډوانس کې وکړئ!
ستاسې ټولو دې کورونه ودان وي
مننه
__________________
دا خو انقلاب دی
دا خو انقلاب دی، ډیرو وخوړې دیکې پکې
( څوک پکې خانان شول د چا لاړې ارتینې پکې )
چا پکې له پلارہ پاتې شوی جائداد وبایله
چا په خارجي ملکو کې واخیستې بنگلې پکې
چا د خپل زړگي ټوټه د حق لار کې فدا کړله
څوک د رباني اولاد استاد شو د طبلې پکې
چا په سرہ غرمه کې تھجد اختراع کړي دي
چا د جنازې لمانځه کې ھم وکړې سجدې پکې
گند د مفکر دی، ارگ یې و لړہ خیاط اشنا!
لا یې بوی زیاتیږي، ته چې څومرہ لاس وھې پکې
څوک په سپینه ږیرہ د شیطان په لارہ لاړلو
چا د خپل ایمان په قیمت ټولې کړې پیسې پکې
څوک محمدي ملا د حُسن په بازار کې ورک
پاک جھاد یې واچوہ پښو ته د نغمې پکې
فرق د گلمرجان او د کوچي د سائیکل دومرہ دی
یو یې نیکټائي اغوندي، بل تړي شیشې پکې
حسن د یورپ د جینکو دی، د دریاب پشان
پریږدئ! چې حفیظ غریب ھم ووھي غوټې پکې
_______
حفیظ الدین پیرزداہ
د جون ۲۳/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن



