مرکې

د نجم له مشر مدثر اسلامي سره د ځلاند پاڼې مرکه

ځلاند:نجم څه دی او څه ډول ترکيب لري؟

مننه.

نهاد جوانان مسلمان (نجم) په هیواد کې د ځوانانو تر ټولو ستره اسلامي ټولنه ده چې د ۱۳۹۰کال د کب میاشتې په ۱۹مه د بیلا بیلو ولایتونو د ځوانانو د استازو له لوري د یوې مشورتي غونډې په پای کې د خپلواکې ټولنې په توګه تاسیس شوه او په همدې نوم له عدلیې وزارت سره ثبت شوې ده. نجم له مرکزي او ولایتي ټیمونو جوړ دی. مرکزي ټیم چې د نجم رئیس یې مسئول دی تر ډیره بریده د ستراتیژي او پلان جوړونې دنده لري او د کارونو د سم تطبیق څارنه کوي. ولایتي ټیمونه او ساحوی ادارات د پلان د تطبیق اصلي واحدونه دي.پدې توګه نجم هڅه کوي په مناسب چوکاټ کې د مرکزي او غیر مرکزي مدیریت له لارې د کارونو اغیز ډیر کړي.

ځلاند:د جمعيت اصلاح او نجم ترمنځ اړيکه څه ډول ده؟ نجم د جمعيت اصلاح يوه برخه ده او که دواړه ځانونه ځان ته بولي؟

نجم له اداري پلوه بیله او خپلواکه ټولنه ده. د فکر او کار په برخه کې له ټولو اسلامي او ټولنیزو جریانونو سره د خپلو اهدافو او ارزښتونو په رڼا کې ګډ کار او همکاري کوي. د ځوانانو د دیني او فکري روزنې او توجیه په برخه کې د جمعیت اصلاح غړي او د جمعیت اصلاح له لوري چمتو شوي مواد زمونږ لپاره ستره تکیه ده چې پدې اړه مونږ له جمعیت اصلاح مننه کوو.

ځلاند:که ځانته ځانته وي نو د دواړو فرق څه دی؟ فکري اختلافات څه دي؟

زما د معلوماتو له مخې د جمعیت اصلاح او نجم ستر توپیر پدې کې دی چې جمعیت اصلاح د یوه ټولنیز جریان په توګه د ټولنې بیلابیلو پاړکیو ته برنامې لري، زمونږ برنامې بیا یواځې د ځوانانو لپاره دي. نجم د اساسنامې او لایحې په اساس یواځې د ځوان نسل تر منځ کار کوي.د اسلام سم پیغام خپرولو او په ټولنه کې هراړخیزې رغونې ته لار خلاصولو په برخه کې مو اهداف نږدې دي.

ځلاند: د نجم پر جوړېدو کلونه تېر شول، خو تاسې فکر نه کوئ چې لا هم ډېر ورو حرکت کوئ؟ معنا دا چې د ټولنې فعالو ځوانانو بيخي کمه توجه مو جلبه کړې او اغېزمن فعاليتونه مو نه تر سترګو کېږي.

نجم د تاسیس په لومړیو پنځو کلونو کې هم د کیفیت له مخې او هم د کمیت له پلوه بې ساري مزل کړی دی. نجم اوس مهال د هیواد په ۳۲ولایتونو کې فعالیت کوي او له ۲۰۰۰ډیر ثبت شوي غړي لري. هر کال د نجم په برنامو کې زرګونه ځوانان برخه اخلي. مونږ په کار کې تدریج ته قایل یو او د عوامي کار تر څنګ د غړو تربیتي وړتیاوې لوړول هم د  کارونو په سر کې راځي. نجم ویاړي چې د تعلیمي نظام په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د معارف ستوری ستره سیالي ترسره کړه چې د ۲۶ولایتونو تر ۷۰زره هلکانو او نجونو پکې ګډون وکړ. په پوهنتونونو، ښوونځیو، مدرسو او تعلیمي او تحصیلي ادارو کې منظم فعالیت کوو.

ځلاند:راتلونکي کې څه پلان لرئ؟ څه غواړئ؟

راتلونکي کال کې مو اساسي موخه لا ډیرو تعلیمي او تحصیلي ادارو کې کار کول دي. زمونږ په باور د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ راز په تعلیم او تحصیل کې دی. په اوږدمهال کې موخه له اسلام څخه د سمې پوهې په رڼا کې دځوان نسل داسې روزنه او تنظیم دی چې په ټولنه کې مثبت بدلون او په هیواد کې ملي پرمختګ ته لار هواره کړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button