ګنګوسې

“سلګونه اسراییلي پوځیان عراق کې مېشت دي”

له فلسطین څخه د المنار په نوم خپرېدونکې عربي ورځپاڼې د عراقي سرچینو په حواله لیکلي چې له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ پورې اسراییلي پوځیان عراق کې مېشت دي.
سرچینو ویلي چې اسراییلي پوځیان د پلازمېنې بغداد په شمال کې د تاجي په نوم پوځي اډه کې دي او د خپل هویت د پټولو له پاره امریکایي او کاناډایي پاسپورتونه کاروي.
څارونکي وایي چې اسراییلي پوځیان ترهګریز بریدونه کوي او همداراز عراقي شخصیتونه ترور کوي. دوی د حشد الشعبي په نوم د یوه پوځي قومندان نوم وړاندې کړی چې ترور شوی دی.
عراق کې په ځینو شرکتونو کې هم د اسراییلي پوځیانو شتون ثابت شوی چې دوی له دغو شرکتونو څخه عراق کې خپلې امنیتي پروژې پلې کوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button