ګنګوسې

عطا نور پنځلس ولایتونو کې پلان شوې مظاهرې لغوه کړي

د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور چې پلان یې درلود، د حکومت پر ضد د هېواد په پنځلس ولایتونو کې مظاهرې وکړي، د نړیوالې ټولنې په غوښتنه يې دغه مظاهرې لغوه کړي دي.

افغانستان کې د اسوسییټيډ پریس خبري اژانس خبریال مسعود حسیني پر خپل ټوېټر لیکلي چې عطا نور دغه مظاهرې لغوه کړي او نن يې خبریالان د مالوماتو ورکولو له پاره ورغوښتي دي.

د طلوع نیوز خبریالې صالحې سادات هم پر خپل ټوېټر دغه مالومات خپاره کړي دي.

عطا نور چې د ولسمشر له لوري د ده منل شوې استعفی نه مني او خپلې دندې ته يې دوام ورکړی، پنځلس ولایتونو کې يې درې ورځینۍ مظاهرې پلان کړې وې.

عطا نور چې د جمعیت ګوند اجراییه مشر هم دی، وروستیو کې يې پر ولسمشر غني توندې نیوکې کړي او ګواښ يې ورته کړی چې د خلکو په زور به یې له ارګ څخه وباسي.

دوه ورځې وړاندې د حکومت نور سیاسي مخالفین هم بلخ ته تللي وو. په دوی کې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر، همایون همایون او د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل شامل وو. دا چې دوی په کومو مسئلو خبرې کړي، په رسمي ډول يې څه نه دي ویل شوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button