
د امریکا ټکساس ایالت الپاسو ښار یوه مغازه کې یوه وسله وال کس په ډزو لږترلږه ۲۰کسان وژلي او ۲۶نور یې ټپیان کړي دي. د ټکساس والي ګرېګ ابوټ دا پېښه د ټکساس په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بللې ده.
پېښه د سیلو ویسټا سوداګریز مرکز ته څېرمه د والمارت پلورنځیو د لړۍ یوه سوداګریز مرکز کې شوې ده. چارواکو یو ۲۱کلن مشکوک کس نیولی چې باور کېږي همدی په برید کې یوازېنی ښکېل کس دی.
د امریکا رسنیو د نیول شوي مشکوک کس نوم پاتریک کروسیوس ښودلی، چې وايي د دالاس اوسېدونکی دی. پولیس وايي، نورو خلکو ته کوم ګواښ نه شته، خو لاهم پلټنه روانه ده.



