
ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې له خپلو پلویانو د رایګیرۍ په شکل غوښتنه وکړه چې ایا د ملي یووالي له حکومت څخه رضایت لري او که نه؟
نبیل د ملي یووالي حکومت په سوله او امنیت، له فساد سره په مبارزه، ځوانانو ته په کارموندنه او بهرني سیاست کې وپوښت او پلویانو یې په دغو مواردو کې حکومت ناکام وباله.
رحمت الله نبیل وايي، ملت د ملي یووالي حکومت نه غواړي او نه یې مني. دی وايي، حکومت په کمپاینونو کې له سرتېرو څخه کمپایني ګټه پورته کوي چې دا غیر قانوني عمل دی.
نبیل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه وايي، چې د افغانانو پر برخلیک بهرنیان خبرې کوي او سرنوشت یې بهرنيان ټاکي. نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي او بین الافغاني ناستې پیل کړي.
د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیم مشر وویل، که طالبان غواړي چې واک ته ورسیږي او بیا د امریکا د شکست څرګندونې وکړي، دې ته باید پام وکړي چې د امریکا له خوا به ورته نورې ډلې جوړې شي.
رحمت الله نبیل په وروستیو پنځو کلونو کې د معتادینو د کچې لوړوالی د ملي یووالي حکومت لاس ته راوړنه بولي او وايي، د روږدو کسانو شمېر درې میلیونو ته رسېدلی چې دا د حکومت لپاره د شرم وړ خبره ده .
د رحمت الله نبیل په باور، د حکومت په وروستۍ دوره کې بې شمېره پانګوالو خپلې پانګې له هېواده ایستلې، چې یوازې ۷۰میلیارده پکې ترکیې ته انتقال شوې دي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند وايي، ۷۰۰۰سوداګرو خپل جوازونه لغوه کړي او له کاره لاس په سر شوي دي. د امنیت او عدالت ټیم مشر په دې غونډه کې ولسمشر غني ته د مخامخ مناظرې چلنج ورکړ.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له کمپاینونو شاوخوا یوه اونۍ تېریږي خو تر دې دمه یوازې د امنیت او عدالت ټیم په ګډون پنځو ټیمونو خپلې مبارزاتي لړۍ پیل کړې دي.



