افغانستان

افغانستان کې په کالدانې ناروغۍشاوخوا ۳۸زره کسان اخته شوي

رسمي شمېرې ښيي چې په لشمانیا ۱۴زره اخته کسان په کابل کې ثبت شوي او ۲۴زره نور په ځینو نورو ولایونو کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

کابل، بلخ، ننګرهار او خوست هغه ولایتونه دي چې د لشمانیا ډېرې پېښې په کې رامنځته کېږي، خو د بدخشان په لرې پرتو ولسوالیو کې د لشمانیا او ملاریا درملنې ته د خلکو نه لاسرسی، خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

لشمانیا چې افغانستان کې یې کالدانه بولي، د پوټکي پرازیټي ناروغي ده، چې لامل یې (خړې میاشې) دي. په ورستو کلونو کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر سلګونو ته رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي هرکال په سلګونو بېوزلي کسان، په خاورینو کورونو کې د ژوند له امله، پر دې ناروغي اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند وايي په ۲۰۱۸کې شوې ارزونه ښيي، شاوخوا ۳۸زره کسان په کالدانې یا لشمانیا اخته شوي دي.

د افغانستان شمال ختیځ بدخشان بیا هغه ولایت دی چې پکې د کالدانې ناروغۍ پېښې په ډېرېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرو کړو شمېرو پر بنسټ، پر لشمانیا ۵۳سلنه اخته کسان نارینه او ۴۷یې ښځې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button