سلايډسيمه او نړۍ
ټرمپ: په بیړه له افغانستان څخه سرتیري وباسم

ټرمپ وايي څومره ژر چې کېږي خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د افغان جګړې په اړه یې جنجالي څرګندونې کړې وې اوس وایي څومره ژر چې امکان ولري خپل ځواکونه به له افغانستان وباسي. نوموړي له یوې امریکايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي دی باید په افغانستان کې د امریکا جګړه ختمه کړي او له خپلو چارواکو سره په خبرو بوخت دی، هڅه کوي چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي.
ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونه باید په دې اوږده جګړه کې نه وی ښکېل شوي، نو اوس یې هم تر دې ډېره ښکېلتیا د امریکا په ګټه نه ده. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د ځواکونو د وتلو په اړه څرګندونې کړې دي. ده ویلي د سرتېرو د ایستلو لپاره مشخص وخت نه دی په ګوته شوی خو امریکايي ځواکونه به له افغانستان وځي.



