روغتيا

د روغتيا په اړه مو اندېښنه د زړه ناروغي در اچوي

يوې نوې څېړنې څرگنده کړې ده، چې کوم کسان چې سره له دې چې نښې نښانې يې د رک روغ انسان وي او زړه ته دا وېره ور لوېدلې وي، چې ده کې کومه ناروغي شته، درې اويا سلنه يې د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو امکان شته.

د ناروې په بيرگن پوهنتون کې د شوې څېړنې څېړونکي وايي، دغه نوی کشف به ډاکټران د هغو ناروغانو د درملنې د غوره لارو چارو په اړه حيران کړي، چې د ناروغۍ هيڅ نښه نښانه پرې نه شته، خو هسې په دې اړه اندېښمن دي.

څېړنه کې دې ته اشاره شوې، چې د روغتيا په اړه اندېښنه د زړه د ناروغيو د راپيدا کېدو ستر لامل دی. دغه څېړنه له اوو زرو پر ډېرو کسانو شوې ده، چې عمرونه يې له پنځوسو کلونو پورته دي. څېړنه کې د هغوی د روغتيا، د ژوند کولو طريقو او د دوی د تشويش او انديښنو څارنه شوې ده.

د څېړنې پايلو ښودلې، چې تجربه کې چې د تشويش يا د روغتيا په اړه د اندېښنې له کبله د کومو کسانو لوړه کچه ثبت شوه، د زړه په نارغيو د اخته کېدو امکان يې نږدې دوه برابره ډېر و. دې کې د هغوی نورو روغتيايي ظروفو، خوراکي نظام او سگرټ څکولو ته هم کتل شوي دي.

څېړنو څرگنده کړه، چې نورو لاملونو ته په کتو کوم کسان چې د خپلې روغتيا په اړه اندېښمن وو، د هغو په نسبت درې اويا سلنه ډېر د زړه د ناروغيو له گواښ سره مخ وو، چې په ذهني ډول له خپلې روغتيا ډاډه وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button