خبرونه

مهترلام کې چاودنې گڼ کسان ټپیان کړي

رسنیو راپور ورکړی چې د لغمان مرکز مهترلام کې چاودنې اته کسان ټپیان کړي دي. چاودنه د لغمان د ولایتي شورا د غړي عبدالعزیز په موتړ شوې ده. د لغمان د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې چاودنه د مقناطسي بم له لارې شوې.

ټپیانو کې د یو تن حالت د اندېښنې وړ دی. تر دې دمه د پېښې مسوولیت کومې ‌ډلې په غاړه نه دی اخیستی. لغمان په ختیځ کې له ارامو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button