روغتياسلايډ

د سلفي اخیستونکو انسانانو شخصیت وپېژنئ

د ټولنیزو شبکو په ننۍ نړۍ کې وینو چې ځینې انسانان په ټولنیزو شبکو په ځانگړي ډول فیسبوک او انستگرام کې سلفي انځورونه له خپلو ملگرو سره شریکوي او حتا دې مرحلې ته رسېدلي دي چې د ورځې څو واره خپل انځورونه بدلوي.

د رواني چارو پوهان وايي چې سلفي اخیستونکي انسانان له رواني پلوه روغ نه دي او د تشې احساس کوي. پوهان وايي چې دوی تل د یوازیتوب احساس کوي او فکر کوي چې دوی ته نور ارزښت نه ورکوي.

پوهان زیاتوي چې د سلفي اخیستونکي انسانان په خپل ځان باور نه لري او د تشې او کمي احساس لري غواړي چې د نورو توجه د سلفیانو له لارې خپل ځان ته واړوي او دغه ډله خلک نور څه نه لري چې له نورو سره یې شریک کړي. دوی تل کوښښ کوي چې ځان نورو ته مهم ښکاره کړي. څېړنې ښکاره کوي چې دا خلک د ورځې پنځوس سلنه وخت په مبایل کې مصروف وي او له هغې سره خپل وخت ضایع کوي.

دوی تل د انځورونو له شریکولو وروسته گوري چې د خپلو ملگرو پاملرنه یې تر لاسه کړې او کنه، چې د نه پاملرنې په صورت کې بیا ځورېږي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button