راپورونهسيمه او نړۍ

اوکرایني الوتکه کې ۵۷کاناډایی مسافر هم وژل شوي دي

د کاناډا لومړي وزیر پر هغو ۵۷ کاناډايي مسافرو خواشیني وښوده چې د اوکراینۍ الوتکې په نسکورېدو کې وژل شوي دي.
جسټن ټروډو وايي، جګړه کې مشرانو ته زیان نه رسیږي خو معصوم ملکي وګړي په کې له منځه ځي.

دا مسافر په هغه اوکرایني الوتکه کې ول چې څو ورځې وړاندې ایران کې د سپاه پاسداران لخوا په توغندي وویشتل شوه او نسکوره شوه.

د یادونې وړ ده چې په یاده الوتکه کې تر لسو پورې افغانان هم وژل شوي دي.

ورته مطالب

Back to top button