افغانستانراپورونه

د پکتیا له زندانه ۲۳ زندانیان تښتیدلي

د پکتیا ولایت له زندان ۲۳ بندیان تښتېدلي دي. طلوع تلویزون په یو تازه خبر کې وایی چې یاد کسان بیګاه شپه تښتیدلي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت هم د بندیانو تیښته تائیدوي او وايي دغه کسان تېره شپه اته بجې شاوخوا له زندان تښتېدلي دي. دده په وینا ځايي ادارې د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی څو وګوري چې دغه پېښه څه ډول رامنځته شوې ده.
په تښتېدلو کسانو کې طالبان هم شتون لري.

ورته مطالب

Back to top button