
د دفاع وزارت په یو تازه اعلامیه کې راځي چې د فاع وزارت مربوطو سرتېرو د بختور په نوم عملیاتو کې له طالبانو یو ګمرک نیولی.
دغه پاڼه زیاتوي چې دې ګمرګ څخه هره ورځ درې میلونه افغانۍ طالبانو عاید درلود.
ددې ګمرک په اړه بیا ځایی خلک وایي، چې دلته طالبانو سیار ګمرک وه چې د ورځې به روپۍ اخیستي او د شپی به خپلو مرکزونو ته تلل.
طالبانو هم د یاد ګمرک په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.



