ایران کې تازه لارینونه د ایت اله خامنۍ پر ضد روان دي

د ایران پلازمينې تهران کې له دوو ورځو راهیسې لاریونو روان دی، او لاریونکوونکي د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه یې او یو شمېر نورو ایراني چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
دغه لاریون تر هغه وروسته پیل شو چې د ایران پوځ یو مسافر وړونکي اوکراينۍ الوتکه په توغندي وویشته، د ایران چارواکو د الوتکې تر لوېدو وروسته وویل چې یاده الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده، خو امریکا او یو شمېر نور هېوادونه بیا وویل چې الوتکه د ایران د پوځ لخوا ویشتل شوې ده.
یو وروځ وروسته بیا ایراني چارواکو ومنله چې الوتکه د دوي لخوا په توغندي ویشتل شوې ده، ایران چارواکو وویل چې دغه مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکه په غیر قصدي ډول او د شته ګواښونو له امله ویشتل شوې ده.
د ایران پلازمینې تهران کې لاریون کوونکي پر حکومت نیوکه کوي چې خلکو ته دروغ وايي، نو ځکه د یو شمېر ایراني چارواکو د لرې کېدو غوښتنه کوي.
ایران داسې مهال دغه مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکه سهوأ ویشتلې چې تر هغه مخکې یې عراق کې د امریکا پر دوو اډو توغندیز بریدونه وکړل.
یو شمېر راپورونه وايي، چې د ایران پولیسو پر لاریو کوونکو اوښلن ګاز کارولي او هوايي ډزې یې کړي دي، ایران کې تر دې مخکې هم د حکومت ضد پراخ لاریونونه شوې و، چې بغداد کې د امریکا له لوري د ایران د سپاه پاسداران د القدس ډلې مشر قاسم سلیماني وژنې هر څه بدل کړل او ایرانیان یې په ویر کېنول.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ پر خپل ټوېټړ پاڼه په پارسي ژبه د یران چارواکو ته خبرداری ورکړی چې خپل لاریونوال مه وژنئ.
تړمپ داسې لیکلي:
“د ایران رهبرانو ته خبرداری: خپل اعتراض کوونکي مه وژنئ، په زرګونه کسان ستاسو په لاس وژل شوي او یا بندیان شوي دي، نړي لیدونکې ده، له هر څه مهم امریکا لیدونکې ده، انټرنټ بیا وتړئ او خبریالانو ته اجازه ورکړئ چې حرکت وکړي، د ایران د لویو خلکو وژنه ودروئ”
امریکا پخوا هم د ایران حکومت تورن کړی و چې لاریون وال ځپي او باید مخنیوی یې وشي.



