افغانستانراپورونه

کندهار کې سختو اورښتونو ۸ تنه وژلي

په کندرهار ولایت کې د سختو ورښتونو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي رسنیو ته ویلي، دا ورښتونه له تیرې شپې راهیسې روان دي او تر اوسه ۸ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

ښاغلي بهیر زیاته کړه چې د کندهار په ژیړۍ، سپین بولدک، پنجوایي او په کندهار ښار کې لسګونه کورنۍ د باران زیات ورښت له امله زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې له پرون راهیسې په هرات ولایت کې هم ۸ کسان د واورې زیات وریدو له امله مړه شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې هم تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ډيری ولایتونو کې درنې واورې وورېږي.

ورته مطالب

Back to top button