
د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوه میرمن چې یو ځل یې دوه غبرګولي ماشومان پیدا شوي وه په همدې کال دوه نور غبرګولي ماشومان وزیږول، نوموړي میرمن وايي، د لومړنیو ماشومانو د پیدایښت څخه لږه موده وروسته مې حمل واخیست.
ډاکټران وايي، چې د ماشومانو روغتیايي حالت ښه ده، ددغې میرمن لومړۍ ځل ماشومان عادي پیدا شوي وه خو دوهم ځل ماشومان يې په عملیات سره پیدا شول.
دا ډول زیږون زیاتره خلک حیران کړي، دغه میرمن چې الیګزینډریا ولسن نومیږي زیاتوي، چې زه ډیره خوشاله یم چې داسې یو ریکارډ مې جوړ کړ چې یو کال کې دوه ځلې غبرګ ماشومان راوړم.
الیګزنډر ولسن وايي، زموږ په کورنۍ کې بغیر زما د نیکه او انا نه چې غبرګ بچیان يې پیدا شوي وه خو ژوندي نه وه پاتې شوي.



