
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د روسیې له ټاس خیري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به د امریکا او دې ډلې تر منځ د سولې تړون د لاسلیک نېټه اعلان شي.
نوموړي دا نه دي ویلي، چې دغه تړون به کله لاسلیک شي.
امریکایي او طالب استازي اوس هم په دوحه کې دي، خو د دوی تر منځ د سولې خبرې نه دي پیل شوې.
راپورنه وایي، دغه خبرې له دې کبله ځنډول شوې، چې زلمي خلیلزاد د اوربند او تاوتریخوالي کمولو په تړاو له طالب مشرانو څخه د پرېکنده ځواب غوښتنه کړې ده.
د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې پر بګرام هوایي اډې تر برید وروسته ودرول شوې.
هغه وخت زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم او د افغانانو غوښتنو ته ځواب ووایي.
تر دې وړاندې د طالبانو معتبرو سرچینو هم رسنیو ته ویلي وو، چې دا ډله د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوې ده.



