راپورونهسيمه او نړۍ

سعودي کې دریمې ښځې په میړه تیزاب وشیندل

په سعودي کې یو تن چې درې میرمنې درلودي دریمې میرمن يې په مخ تیزاب ورته شیندلي، نوموړې میرمن پولیسو نیولي په زندان کې ده.

دغه میرمن خاوند ادعا کوي چې میرمن يې له جادوګرو څخه منعه کوله خو نه منع کیده بالاخره پولیسو ونیوله، نوموړي میرمن خپل خاوند په ضمانت خوشی کړي وه چې بیا همدې میرمن په خپل خاوند پر مخ تېزاب وشیندل.

د بهرنیو رسنیو د راپور سره سم ددغې میرمن خاوند ویلي، چې زه په خپل خوب کوټه کې ویده وم چې دریمې میرمن مې پر مخ تودو اوبو پر څير څه وشیندل کله مې چې سترګې خلاصې کړي مخ مې وسوځید او سترګو مې توره شپه شوه نظر مې سم کار نه کاوه په ډیرې سختۍ تر روغتون ورسیدم.

دغه شخص وايي، زما دوه نورې میرمنې هم شته چې له هغو څو بچي هم لرم، بل خوا پولیس وايي، موږ د واقعې سمه څېړنه کوو.

ورته مطالب

Back to top button