راپورونهسيمه او نړۍ
کاناډايي بلاګ چلونکې روزي ګبريل اسلام ومانه

کاناډایي بلاګرې او د نړۍ مختلفو هېوادونو باندې ګرځېدونکي مېرمن روزي ګبرېل په خپل انسټاګرام کې ليکلي دي چې اسلام یې منلی دی.
نوموړي ويلي دي چې تېر کال یې د ژوند تر ټولو سخت کال و خو اوس یو سکون او آرام ته رسېدلې ده.
هغې لیکلي چې له کوچنيوالي مې له خدای سره ځانګړې اړيکه لرله خو کله به دنیا راتنګه شوه چې زړه به مې له غصې ډک شو او خدای ته به مې فریاد وکړ چې آخر دا دومره تکليفونه او سختۍ په ما ولې راځي؟
هغه وایي څلور کاله مخکې يې خپل دين پرېښود او د يو سکون او آرام په لټه کې شوه چې بالآخره یې اسلام مطالعه کړه او خپل ټول ورک یې په کې پيدا کړل.



