
د هرات ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې د امریکایي چورلکو د بمبار په پایله کې د حکومت پلوه ملېشو یو تن مشر «راز محمد ننیګال» له خپلو لسګونو پلویانو سره یو ځای وژل شوی.
د راپورونو له مخې، برید نن ورځ د شنډنډ په ولسوالۍ کې د راز محمد ننګیال د پلویانو په مرکز ترسره شوی، چې د ځینو سرچینو په وینا، د ننګیال په ګډون تر سل زیات کسان پکې وژل شوی.
راز محمد ننګیال د هرات د پخواني والي « تورن امان الله نیکزاد» زوی وو، پلار یې د طالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه وو، خو خپله رازمحمد ننګیال څه موده وړاندې له طالبانو لاره بېله کړه او د ملا منان نیازي په مشرۍ په هرات کې د حکومت پلوه وسله والو له ډلې سره یو ځای شو او ددې ډلې د نظامي چارو د سمبالښت دنده یې په غاړه واخسته.
که څه هم، تر دې دمه امریکايي ځواکونو د بمبار لامل نه دی څرګند کړی؛ خو پخواني ولسمشر «حامد کرزي» دا برید په کلکو ټکو غندلی او دا ډول بریدونه یې بشري جنایت یاد کړی.
د کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جګړې ښکېلې خواوې باید د جنګ اور ته لمن ونه وهي او ټول باید د تلپاتې سولې لپاره عملي او صادقانه ګامونه واخلي.



