راپورونهسيمه او نړۍ

ایران په عراق کې امریکایی اډو میزایل وار کړل

ايران په عراق کې د امريکايي ځواکونو اډې ويشتلي دي، د امريکا دفاع وزارت مني چې د ايران لسګونو توغنديو په عراق کې د دوی دوه اډې په نښه کړي دي، خو دغو بریدونو کومه مرګ ژوبله ځان سره نه لرله.

بلخوا ټرمپ وایي هر څه سم دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دوی په سیمه کې پیاوړی پوځ لري او هر څه سم دي. دده په خبره بریدونه شوي دي خو امریکايي پوځيانو ته په سیمه کې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی. ټرمپ وایي خپله پرېکړه به ژر اعلان کړي.

ورته مطالب

Back to top button