راپورونهسيمه او نړۍ
اسټرلیا حکومت ۱۰زره اوښان د چورلکو له لارې وژني، چارواکي وایی، چې دا ډیرې اوبه څښي

آسټرالیا: له سبا څخه به په سویلي آسټرالیا کې د اوبو د لوی مصرف له امله له 10 زرو ډیر اوښان د چورلکو په واسطه ویشتل او ووژل شي.
د چارواکو په وینا، دا اوښان د وچکالۍ سبب شوي دي او ډیرې اوبه څښي.
ديادونې وړ ده چې په آسترالیا کې لګیدلي اور له امله تر دې دمه نيږدې پنځه میلیونه هکټاره ځمکه سوځيدلې او شاوخوا ۱۷ کسان یې وژلي او څه باندې ۱۴۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.



