راپورونهسيمه او نړۍ
پمپو: ایران غواړي د افغان سولې روانه پروسه تخریب کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن ایران تورن کړ چي غواړي د افغان سولې روانه پروسه تخریب کړي.
هغه وویل ایران نه غواړي چي د افغانستان د سولې په ارتباط سیمه ایزه او بین المللي اجماع سره یو ځای شي.
پومپیو زیاته کړه، ایران کوښښ کوي چي د «سولي پروسه تخریب کړي، او د دې هدف لپاره افراطي ډلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.»
د واشنګتن او تهران اړیکې وروسته تر هغه ترینګلې شوې چې د امریکایي ځواکونو له لوري په عراق کې دقدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په نښه، او ووژل شو.



