بریتانیا د ایران او عراق له سفارتونو خپل ډیری دیپلوماتان وویستل

راپورونه وایي چې د ایراني پوځي مشر “قاسم سلیماني” له ترور وروسته ایران د سوریې له ځینو ښارونو خپل منسوب جنګیالي او بریتانیا د ایران او عراق له سفارتونو خپل ډیری دیپلوماتان ایستلي دي.
دغه راز امریکا هم له عراق نه د خپلو ځواکونو د ایستلو شین کارت ورکړی دی.
د اناتولیا خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو له ویرې ایراني پلوه ملیشو سوریه کې د فرات په لویدیځ کې ګڼ پوځي مرکزونه تخلیه کړي دي.
سرچینه وایي، دغه ملیشې له بوکمال او د سوریې له مرکزي او لرې پرتو سیمو ورټولې شوې او په استوګنیزو ځایونو کې میشت شوې، همداراز پریکړه شوې چې د ممکنه هوایي برید له امله یادې ملیشې به کله هم پریوه ځای نه راټولیږي.
په دغو ملیشو کې لویه برخه د افغان فاطمیون لیوا ده چې زرګونه ملیشې یې دامهال په سوریه کې د بشارالاسد رژیم په ملاتړ جنګیږي.
بل لور ته د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې امریکایانو عراقي چارواکو ته د خپلو ځواکونو د وتلو خبر ورکړی او دا یې هم ورته روښانه کړې چې پرضد به یې په کومه کچه سخت بندیزونه ولګوي.
فرانس پرس ته د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي دي چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو د چارو مشر«ویلیام سیلي» یو لیک د عراق د ګډوځواکونو مشر ته سپارلی چې په کې د امریکایي ځواکونو له وتلو لپاره د یوې خوندي لارې د پیدا کولو خبر هم په کې ورکړل شوی دی.
آخوا بیا د آسکای نیوز خبري شبکې راپور ورکړی دی چې د قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته بریتانیا په عراق او ایران کې د خپلو سفارتونو د کارکونکو شمیر خورا ټیټې کچې ته راکم کړی دی.
یادې خبري شبکې د چارواکو له قوله ویلي دي چې د دیپلوماتانو وتل یو احتېاطي ګام دی چې ایښوودل کیږي او کوم مخ تر وړاندې نیول شوی تصمیم نه دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي، دوی په بهر کې خپلو دیپلوماتیکو څانګو ته خورا متوجه دي او زیاته کړې یې ده چې دواړو هیوادونو کې به یې سفیران «راب مککر» په تهران او «استفان هکی» به په بغداد کې، خپلو دندو ته ادامه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي الوتکو د جنوري پر دریمه نیټه د لوړپوړي ایراني پوځی مشر قاسم سلیماني موټر په نښه او نوموړی یې له خپل ملګري المهندس او څو تنو ساتونکو سره یوځای وواژه.



