راپورونهسيمه او نړۍ

د عراق پارلمان په لوی اکثریت د امریکایانو وتلو پریکړه تصویب کړه

د عراق ولسي جرګې په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړه تصویب کړه.

له هغه وروسته چې امریکا په عراق کې د ایران د پوځ یو لوړپوړی مشر قاسم سلیماني وواژه، د عراق لومړي وزیر، عادل عبدالمهدي د خپل هیواد له پارلمانه وغوښتل چې د امریکا د حضور په اړه پریکړه وکړي.

عادل عبدالمهدي د عراق ولسي جرګې بیړنۍ ناسته کې وویل دا د عراق او امریکا دواړو په ګټه دي چې امریکايي ځواکونه له عراقه ووځي.

امریکا همدا اوس نږدې پنځه زره سرتیري په عراق کې لري.

د امریکا ولسمشر د عراق د دې پریکړې په ځواب کې د سختو بندیزونو لګولو ګواښ کړی دی.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي عراقي چارواکي باید له امریکا سره د ښو اړیکو په ارزشت او همدا راز د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر اړتیا پوه شي.

ورته مطالب

Back to top button