افغانستانراپورونه

طالبانو هلمند کې ۱۳سنګوريانو ته مرګ ژوبله اړولی

دهلمند ولایت ځایی اوسیدونکي وایی، طالبانو د هلمند ولایت سیمه ایز پولیس چې په سنګوریانو مشهور دي په نښته کې ورته مرګ ژوبله اړولي.

د هلمند ولایت ځایي چارواکي هم جګړه تائیدوي او وایی، دواړو خواوو نه ۶تنه وژل شوي، خو یوې سرچینې چې نه غوښتل نوم یی په ډاګه شي ځلاند همکار ته ویلي، چې وژل شوي ټول اربکیان دي، د ټپیانو شمیر ۷تنه ده.

د ۲۱۵ میوند قولی اردو ویاند مرستیال نواب شاه ځدراڼ ویلي د هلمند نادعلي ولسوالۍ په ۳۱ ساحه کې دغه وسلواله نښته رامنځ ته شوی ده.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې ددې پیښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

ورته مطالب

Back to top button