ټرمپ غوسه لا نه ده سړه، ایران کې به ۵۲ځایونه هدف ګرځوم

د امریکا ولسمشر وايي، که ایران د امریکا پر ځواکونو او یا بنسټونو برید وکړي، امریکا به ایران کې دننه د دوي ۵۲ مهم ځایوینه هدف وګرځوي، چې ځينې دغه ځایونه د ایران د کلتور مهم ځایونه بلل کیږي او ایران ته خورا مهم دي.
تر هغه وروسته چې دوه ورځې مخکې امریکا عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د القدس څانګې مشر قاسم سلیماني د یو هوايي برید په ترڅ کې وواژه، ایراني چارواکو امریکا ته ګواښ وکړ چې د قاسم سلیماني غچ به هرو مرو اخلي.
تړمپ قاسم سلیماني د نړۍ لومړی درجه ترورست یاد کړ، او یادونه یې وکړه چې نوموړي عراق کې د امریکايي ډیپلوماتانو د وژلو پر طرحې کار کاوه چې په همدې حال کې د امریکا له لوري هدف وګرځول شو او ووژل شو.
عراق کې د قاسم سلیماني تر وژنې وروسته د ایراني ملیشو د امریکا پر سفارت برید وکړ، او د امریکا پر سفارت د هاوان برید هم ترسره شوی دی.
ډونلډ تړمپ پر خپل ټوېټر پاڼه لیکي چې امریکا نور ګواښ نه غواړي، او که ایران پر امریکايي ځواکونو او بنسټونو برید وکړي، نو د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي، او د ایران ۵۲ مهم ځایونه چې یو شمېر یې د کلتور له مخې ایران ته خورا مهم هم دي هدف وګرځول شي.
د قاسم سلیماني وژنه ایراني چارواکي بې سارې غوسه کړي او ټولو په وار سره امریکا ته د غچ اخیستو ګواښ کړی دی، د قاسم سلیماني د وژنې په ویر کې ایران کې درې ورځینی ملي ماتم هم اعلان شوی دی.



