راپورونهسيمه او نړۍ

ولسمشر ټرمپ: د نړۍ لومړۍ درجه لرونکی ورانکاری مو وواژه

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې مشر، قاسم سلیماني له وژل کیدو یوه ورځ وروسته ویلي امریکایي ځواکونو د نړۍ لومړی درجه ترهګر وژلی دی.

ټرمپ ویلي دوی سلیماني د دې لپاره وژلی چې د جګړې مخنیوی وکړي، نه د جګړې پیلیدو لپاره.

امریکا پرون جمعه په عراق کې د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې مشر، قاسم سلیماني په یو هوایي برید کې وواژه.

ایراني چارواکو د دې پيښې په غبرګون کې له امریکا د غچ اخیستو ګواښ کړی دی، خو امریکا ویلي د ایران هر ډول ګواښ ته ځواب ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف ویلي قاسم سلیماني په عراق، سوریه او سیمه کې د امریکا طرحې له ناکامې سره مخ کړې وې، له همدې امله د امریکا د برید ښکار شو.

د یادولو وړ ده چې امریکا له دې وړاندې د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو لیست ته ور ګډ کړی و.

ورته مطالب

Back to top button